د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې له افغانستان د تخلیې ماموریت به د روانې میلادي میاشتې تر پایه پورې بشپړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن دا څرګندونې پر داسې مهال چې یو شمېر هېوادونو له امریکا غوښتي و، چې له کابل هوايي ډګر څخه د بهرنیو او د افغانان کارکوونکو د ایستلو لړۍ وغځوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې لټه کې و، چې له افغانستان د امریکايي وګړو او سرتېرو د ایستلو ماموریت وغځوي خو طالبانو د نوموړي له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی.
خو بایډن ویلي هر څومره ژر چې له افغانستانه ووځي همدومره ښه ده او په وینا یې د روانې میاشتې تر پایه به د تخلیې ماموریت پای ته ورسوي.
هغه په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، تر ممکنه حده به ژر له افغانستان د خپلو سرتېرو او وګړو د ایستلو ماموریت پای ته ورسوي.
بایډن همدا راز وايي چې د دې ماموریت له پیله یې تر دې دمه ۷۰ زره او ۷۰۰ کسان له افغانستان ایستلي دي.
ده زیاته کړې، ښایي د کابل په هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو ته د داعش ډلې له لوري خطرونه جوړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل