طالبان: د افغانستان د بیارغونې لپاره د ترکیې مرستو ته اړتیا ده

1 سنبله 1400 ساعت 9:52

طالبان وایي، ترکیه د نړۍ یو مهم او د افغانستان دوست هېواد دی نو ځکه یې د افغانستان د بنسټونو په بیارغونه کې مرستو ته اړتیا ده.


طالبان وایي، ترکیه د نړۍ یو مهم او د افغانستان دوست هېواد دی نو ځکه یې د افغانستان د بنسټونو په بیارغونه کې مرستو ته اړتیا ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د طالبانو یوه ویاند او د قطر د سیاسي دفتر غړي سهیل شاهین د ترکیې دولت اړوند یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې دوی د ترکیې مرستو ته تر ټولو ډېره اړتیا لري.

ښاغلي شاهین زیاته کړې، چې د افغانستان ټول مهم بنسټونه بیا رغونې ته او دوی په دې برخه کې د ترکیې مرستې او همکارۍ ته د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله ډېره اړتیا لري.

د نوموړي په وینا ترکیه یو مهم لوبغاړی دی، دا هېواد د نړۍ یو معتبر او پیاوړی هېواد دی او په اسلامي نړۍ کې له تر ټولو غوره ځای ځایګي برخمن دی نو له دغه هېواد سره اړیکې له هیڅ کوم بل هېواد سره د پرتلې وړ نه دي.

شاهین ترکیه ورور هېواد بللی او زیاته کړې یې ده چې دوی به په راتلونکې کې له ترکیې سره ډېرې ښې اړیکې ولري.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ویلي و چې دی له طالب مشرانو سره لیدنې ته چمتو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141883

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141883/

جمهور
  https://www.jomhornews.com