د برېتانیا لومړي وزیر بورییس جانسون په تازه څرګندونو کې ویلي، هېواد به یې افغانستان ته شاه نه کړي، بلکې همکاریو ته به دوام ورکړي.
افغانستان کې د امنیت له خرابېدو او د طالبانو له حیرانونکي پرمختګ سره جانسون پر نړیوالو غږ کړي، چې د ترهګرو په مرکز د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په داسې وضعیت کې غرب باید له کابل سره همکاري وکړي تر څو دغه هېواد بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.
جانسون ویلي«هغه څه چې اوس يې موږ باید ترسره کړو دا دي چې افغانستان ته شا نه کړو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه اقدام وکړو څو ډاډه شو چې افغانستان بيا د ترهګرو د رشد په مرکز بدل نه شي.»
دی وايي، له سياسي او ډيپلوماټيکو وسيلو به کار اخلي او د فشار راوړلو لپاره به د نړیوالو همکاري هم ترلاسه کړي خو په وینا یې اوسمهال نظامي لار يا جګړه د حل لاره نه ده چې پرې اقدام پرې وشي.
جانسون دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې برېتانیا افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو سره سم بېرته د ۶ سوه سرتېرو د استلو خبر ورکړی دی.
برېتانیايي چارواکي وايي، دغه ځواکونه د انګلیس اتباعو او دیپلوماتانو د خونديتوب او ایستلو لپاره افغانستان ته ولېږل شي.
دیوان خبري آژانس