ناټو: د امکان تر بریده د افغان حکومت او ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

23 اسد 1400 ساعت 9:08

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي،ناټو به د امکان تر بریده له افغان حکومت او افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي،ناټو به د امکان تر بریده له افغان حکومت او افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، ناټو د افغانستان حالات له نېږدې څاري او پر وخت به لازم اقدامات وکړي.

ناټو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو، د ملکیانو پر مرګ ژوبلې، هدفي وژنو او د بشري حقونو پر نقض اندېښنه ښودلې ده.

سټولټنبرګ ټینګار کړی، چې دغه سازمان روان بدلونونه څاري او له افغانستان او د نړۍ له نورو هېوادونو سره په تماس کې دی.

ده ویلي، چې دوی به په افغانستان کې وي او هېڅوک به نه باسي، خو که چېرې اړتیا شي بدلون به پکې راوړلي.

د یاودنې ده، چې د ناټو متحدانو د طالبانو له لوري د نږدې شلو ولایتونو تر نیول کېدو وروسته نن د افغانستان په اړه غونډه وکړه او د روان وضعیت په هکله یې له یو بل سره سلا مشورې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141690

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141690/

جمهور
  https://www.jomhornews.com