امریکا، برېتانیا او کاناډا بېرته افغانستان ته سرتېري رالېږي

23 اسد 1400 ساعت 8:19

امریکايي، برېتانیايي او کاناډايي چارواکو اعلان کړی، چې یو خپل شمېر سرتېري به بېرته افغانستان ته واستوي.


امریکايي، برېتانیايي او کاناډايي چارواکو اعلان کړی، چې یو خپل شمېر سرتېري به بېرته افغانستان ته واستوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه هېوادونو ویلي، دا کار افغانستان کې د خپلو پاتې اتباعو د ایستلو لپاره په موقت ډول کوي.

د امریکا دفاع وزرات ویاند جان کربي ویلي، چې دوی به په راتلونکو څو ساعتونو کې ۳ زره امریکايي پوځیان د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ورسوي.

کربي زیاته کړې، چې د دې پوځیانو دنده دا ده چې له افغانستانه د امریکا غیر پوځي کارکوونکو او د سفارت د عملې په ایستلو کې مرسته وکړي.

په ورته مهال د بریټانیا حکومت هم اعلان کړی نږدې ۶۰۰ بریتانوي پوځیان د دې لپاره افغانستان ته رالیږي چې دلته د مېشتو بریټانویانو ایستلو کې مرسته وکړي.

 دغه بریټانوي ځواکونه به افغانستان کې د مېشتو بریټانویانو، د دوی د افغان کارکوونکو او ژباړنو خوندي ایستلو کې برخه اخلي.

بل خوا کاناډا هم اعلان کړی، چې دوی به تر ۳۰۰ پورې سرتېري افغانستان ته ولېږي.

دغه راز ویل کېږي ښايي ناټو هم افغانستان ته یو شمېر سرتېري خو تر اوسه یې کومه پرېکړه نه ده کړې او نن به یوه بېړنی غونډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141688

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141688/

جمهور
  https://www.jomhornews.com