د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمېشنري وايي، نړیوال دې افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې کمېشنرۍ مشرې مېشل باچله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغان جګړه کې ملکي تلفات لوړ شوي دي.
مېرمن باچله زیاته کړې، چې د جګړې تر ټولو ډېر زیان ملکي وګړو ته اوړي او که وضعیت همداسې دوام کوي په افغانستان کې د بشري ناورین د پراختیا امکان شته دی.
نوموړې ټینګار کړي، چې نړیوال دې په افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي، د سولې هڅې دې پراخې کړل شي او روانه جګړه دې د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
باچله وایي طالبان باید پر ښارونو له برید کولو ډډه وکړي ځکه په دې سره د ملکي وګړو تلفات ډېرېږي او عامه تاسیساتو له منځه ځي.
جمهورخبري آژانس:کابل