د امریکا کانګرس د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته رابولي

21 اسد 1400 ساعت 9:44

د امریکا د استازو جرګې غړو ویلي، چې ډېر ژر به د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته راوبولي.


د امریکا د استازو جرګې غړو ویلي، چې ډېر ژر به د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته راوبولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه استازو ویلي، دا چې په افغانستان کې له روان وضعیت نه خبرېږي نو له همدې امله په دغه هېواد کې جګړو او تاوتریخوالي ته اندېښمن دي.

د دې تر څنګ دغه استازو ویلي، دا چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او پر ښارونو یې بریدونه پیل کړي نو ځکه باید امریکايي استازي په دې اړه واحد دریځ لرلو لپاره ځانګړې غونډه جوړه کړي.
 
امریکایي استازي وایي دوی هڅه کوي خپله طرحه جوړه کړي او هغه د بایډن ادارې ته وسپاري.

امریکایي استازي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي امریکا او پاکستان په هېواد کې د روانې جګړې اصلي مسوولین بولي او له نړیوالو بنسټونو د دغه هېوادونو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com