امریکا: خلیلزاد دوحې ته لېږو، چې پر طالبانو فشار راوړي

19 اسد 1400 ساعت 10:54

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره یې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یې قطر ته لېږلی تر څو د افغان سولې په تړاو غونډه کې ګډون وکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره یې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یې قطر ته لېږلی تر څو د افغان سولې په تړاو غونډه کې ګډون وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد به په دې غونډه کې پر طالبانو فشار راولي، چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او له جګړې لاس واخلي.

خبرپاڼه وايي، خلیلزاد به په دې غونډه کې یو ځل بیا طالبانو ته په ډاګه کړي، چې د زور له لارې رامنځته شوی حکومت ورته د منلو نه دی او طالبان باید له سیاسي لارې د افغانستان د کشالې د حل هڅې وکړي.

سرچینه ټينګار کوي، چې خلیلزاد به یو ځل بیا د واشګنټن پر دې دريځ ټينګار وکړي، چې هغه حکومت ورته د منلو نه دی، چې بشري حقونه پکې نقض شي.

د یادونې ده، چې د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د قطر په کوربتوب او د ملګرو ملتونو او امریکا په همکارۍ نن جوړېږي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، چې خلیلزاد دوحې ته رسېدلی دی.

باید و ویل شي، چې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله، د سولې په چارو کې د دولت وزیر نادري او د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی به هم دغه ناسته کې ګډون وکړي.

 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 141574

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141574/

جمهور
  https://www.jomhornews.com