۰

روسیه پر افغانستان غونده جوړوي

دوشنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۰
ځینې سرچینې او راپورونه وايي، روسیه په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د سیمې د هېوادونو یوه غونډه جوړه کړي.
روسیه پر افغانستان غونده جوړوي
ځینې سرچینې او راپورونه وايي، روسیه په پام کې لري، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د سیمې د هېوادونو یوه غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې مسکو به ډېر ژر دغه غونډه راوغواړي، خو کره نېټه یې نه ده ښودلې.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې روسیه په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري او هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

سرچینه زیاتوي، روسي چارواکي د ترویکا غونډې د ژر تر ژره جوړېدو په لټه کې دي او هڅه کوي د افغان جګړې د ختمولو لپاره لاره چاره ولټوي.

ټاکل شوې وه چې د ترویکا راتلونکې غونډه د روانې اګسټ میاشتې په ۱۱مه په قطر کې جوړه شي خو په دې اړه د وروستیو تصمیمونو په تړاو معلومات نه دي خپاره شوي.

بلخوا ویل کېږي چې د روسیې له لوري په جوړېدونکې غونډه کې هند ته دا ځل د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې دوی د افغانستان په تړاو په جوړېدونکو غونډو کې ټولو ښکېلو او اغېزناکو لورو ته د ګډون بلنه ورکوي څو وکړی شي دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړي.

روسیه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د غونډې جوړېدو خبرونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې دا مهال افغانستان کې جګړو د بل هر وخت په پرتله زور اخیستی دی.

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې پرمختګ کړی، چې دې کار هم روسیه او د هغوی متحدین سخت اندېښمن کړي دي.

روسیې د دغه اندېښنو او ګواښونو د مخینوي لپاره د افغانستان پولو ته څېرمه له خپلو متحدینو سره یو ځای ځواکونه هم ځای پر ځای کړي او پوځي تمرینات یې پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي