د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په اړه ضد او نقیض راپورنه

17 اسد 1400 ساعت 15:00

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د خوست ولایت پر باک ولسوالۍ یې د طالبانو ډلیز بریدونه مات کړي، خو طالبان وايي ولسوالي دوی نیولې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د خوست ولایت پر باک ولسوالۍ یې د طالبانو ډلیز بریدونه مات کړي، خو طالبان وايي ولسوالي دوی نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه د باک ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل، چې ورسره سم د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

د خوست د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د طالبانو بریدونه د پولیسو له کلک مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.

سرچینې دا هم ویلي، چې د افغان ځواکونو په بریدونو کې کابو ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا د طالبانو د یو شمېر وژل شویو کسانو جسدونه هم د جګړې په میدان پاتې دي.

بل خوا طالبان وايي، د باک ولسوالۍ مرکز او امنیه قومانداني یې نیولې، ګڼو سرتېرو وسله پر ځمکه ایښې او د دوی لیکو ته ورغلي دي.
د خوست پولیس بیا د طالبانو دا ادعا چې ګنې ولسوالي یې نیولې په کلکه ردوي.

د یادونې ده، چې په دغه جګړه کې ۸ ملکي وګړي هم وژل شوي او تر ۱۰ زیات ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:خوست


د مطلب کود: 141504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com