افغان ولسمشر یو ځل ویلي، چې هېوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې جګړې ځواب ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د زمري ۱۳ مه د افغان ځواکونو له متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې کړې دي.
په ارګ کې جوړې شوې دغه غونډې ته ولسمشر غني زیاته کړه، چې د طالبانو جګړه د هېواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په بې سارې ډول د ولس او خلکو ملاتړ له ځان سره لري او په خپل ټول توان به د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي.
ښاغلي غني و ویل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، مسلکي او غیر سیاسي کېدو لپاره هڅې دوام لري.
دی وايي، د هېواد د دفاع په موخه یې یوولس میلیارده افغانۍ ملکي بودجه کمه کړې او د منابعو په لا ښه او ګټور استمعال تمرکز کېږي.
ولسمشر زیاته کړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته جلب او جذب د دولت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، ځکه خلک د ملېشو جوړول نه، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا غواړي.
په ورته وخت کې متقاعدو جنرالانو ویلي، دوی د پاکستان د نیابتي جګړې پر وړاندې د هېواد د استقلال ساتلو په موخه هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
جمهورخبري آژانس:کابل