د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی ته د طالبانو بیا راتګ او امارتي نظام په هېڅ وجه د منلو نه دی او نه یې ملاتړ کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د طالبانو امارت د حاکمیت له بیا راتګ څخه ملاتړ نه کوي.
خبرپاڼه کې په افغانستان کې د جنګ او تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه ښودل شوې او په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو استازولۍ باندې د طالبانو برید په کلکو ټکو غندل شوی دی.
یادې شورا د بشري حقونو پر نقض هم اندېښنه ښودلې، پر ملکي وګړو او نړیوالو موسسو بریدونه یې جنګي جنایت بللی او ټینګار یې کړي، چې د دغه جنایتونو عاملان باید د عدالت منګولو ته کش کړل شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې بیانیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما له ماموریت څخه د ملاتړ ترڅنګ، په افغانستان کې د جګړې له ښکیل خواوو غوښتل شوي چې د افغانستان د خلکو په مالکیت ټول شموله او معناداره سولې ته حاضر شي، ترڅو په دغه هیواد کې د شته سیاسي بحران د حل لپاره سیاسي توافق رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په دې اعلامیه کې د سولې په پروسه کې د ښځو مساوینانه او معناداره ګډون باندې هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې جنګ د افغانستان قضیه نهشي حل کولی.
جمهورخبري آژانس:کابل