۰
د ولسمشرغني سلاکار:

د ترهګرۍ تعریف بیا کتنې ته اړتیا لري، ځکه ځینې هېوادونه ترې خاص تعریف لري

چهارشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۸
په فرهنګي چارو کې د ولسمشر غني ارشد سلاکار شاه حسین مرتضوي وايي، ځینې هېوادونه له ترهګرۍ خاص تعریف لري نو ځکه اړتیا ده، چې پر دغه تعریف نړیوال له سره کتنه وکړي.
د ترهګرۍ تعریف بیا کتنې ته اړتیا لري، ځکه ځینې هېوادونه ترې خاص تعریف لري
په فرهنګي چارو کې د ولسمشر غني ارشد سلاکار شاه حسین مرتضوي وايي، ځینې هېوادونه له ترهګرۍ خاص تعریف لري نو ځکه اړتیا ده، چې پر دغه تعریف نړیوال له سره کتنه وکړي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرتضوي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، هغه هېوادونه چې له ترهګرۍ خاص تعریف لري، ځینو وسله والو ډلو ته هغه وخت ترهګر وايي، چې د دوی د ګتو پر ضد بریدونه وکړي.
 
خو په وینا یې که د دوی پر ضد نه و او نور یې د نړۍ په هر کونج کې جنګي جنایتونه او یا هر ډول بشر ضد اقدامات کول ترهګر نه شمېرل کېږي.
 
دی وايي، د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما یو له بحثونو څخه همدا موضوع وه او دا لید لوری له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د ښاغلي کرزي په بې باورۍ تبدیله شوه.
مرتضوي زیاته کړې، چې ولسمشر غني هم په دې وروستیو کلونو کې په نړۍ کې د تاوتریخوالي له پنځم موج څخه یادونه وکړه او ټولو ته یې د دې پدیدې په اړه خبرداری ورکړ.
 
نوموړي ویلي، اوس افغانستان د ترهګرو تر یرغل لاندې دی او هره ورځ جنګي جنایتونه د دغه ډلو په کارنامو کې ور زیاتېږي خو په ورته وخت کې ځینې زبرځواک قدرتونه او  دیموکراسۍ او بشري حقونو ملاتړي له دې ډلې سره تړونونه لاسلیکوي او یا یې د هغوی پښو ته سور فرش غوړوي، چې څو د دغه ډلې وحشت وڅنډي.
د ولسمشر غني سلاکار خبرداری ورکړي، چې له ترهګرۍ څخه دغه ډول تعریف له ځان سره لوی خطرونه او ګواښونه لري.
 
ده ټینګار کړي، چې له ترهګرۍ سره دوه ګونۍ چلند، له هغه څخه دوه ګونۍ تعریف او همدارنګه له دا رنګه ډلو څخه د دولتي اهدافو او نړۍ د امنیت د تامین لپاره ګټه اخیستنه خورا خطرناکه ده.
 
مرتضوي ویلي، اوس به ښه دا وی، چې د نړۍ تول هېوادونه له ترهګرۍ څخه په تعریف له سره بحث وکړي او په ګډه یو تعریف ورته پیدا کړي.
ځکه په وینا یې د طالبانو فتنه او اور بلېدنه به یوازې په افغانستان کې پاتې نه شي او که یې مخنیوی ونه شي، د ټولو لمن به ونیسي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي