۰
د ۱۶ سفارتونو ګډه اعلامیه:

د طالبانو خبرې او عمل یو نه دی، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي

چهارشنبه ۱۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۴
کابل کې د شپاړسو هېوادونو سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو وروستۍ تاوتریخوالی غندلی وايي، دغه ډله بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.
د طالبانو خبرې او عمل یو نه دی، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي
کابل کې د شپاړسو هېوادونو سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو وروستۍ تاوتریخوالی غندلی وايي، دغه ډله بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو خبرې او عمل سره په تکر کې دي، ځکه دا ډله له یوې خوا قطر کې د خبرو له لارې د افغان کشالې حل غواړي، خو له بلې خوا بیا بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوي، چې طالبانو د افغانانو او نړیوالې ټولنې د تمې خلاف جګړې ته ورکړی.

دغه ګډه اعلامیه کې راغلي، طالبان دې د بشري حقونو د نقض له انکار څخه لاس واخلي او په خپلو لیکو کې دې د مسوولو کسانو تعقیب او څېړنې چارې ته پوره پاملرنه وکړي.

په کابل کې ټولو بهرنیو استازولیو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی او له ښکېلو لوریو او په ځانګړې توګه له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې هر څه ژر اوربند ته غاړه کېږدي او د خبرو مېز ته حاضر شي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې دوی د افغانانو له غوښتنې چې د جګړې پای ته رسېدل دي، ملاتړ کوي او دغه راز غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو پر پټنځای نه بدلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي