۰

د ولسمشر غني تر وینا وروسته د ملي شورا ګډه اعلامیه

دوشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۴۶
د افغانستان ملي شورا (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) په یوه ګډه اعلامیه کې د تېرو لاس ته راوڼو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.
د ولسمشر غني تر وینا وروسته د ملي شورا ګډه اعلامیه
د افغانستان ملي شورا (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) په یوه ګډه اعلامیه کې د تېرو لاس ته راوڼو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ.

د جمهور خبري آژانس د له مخې ملي شورا نن دوشنبې د زمري ۱۱ مه د ولسمشر په غوښتنه فوق العاده غونده درلوده، چې ولسمشر غني هم په کې وینا وکړه.
 
په دغه ګډه اعلامیه کې شورا د تېرو لاس ته راوڼو په دفاع او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ټینګار وکړو او ملاتړ یې ترې اعلان کړ.

ملي شورا په دې ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.
 
دوی همدا راز له طالبانو وغوښتل چې روانې جګړې پای ته ورسوي، عامه تاسیسات دې نه ورانوي او د سولې خبرو ته دې حاضر شي.

د ملي شورا غړو همدا راز ټینګار وکړ چې د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنو ساتنه کوي او اجازه نه ورکوي چې بشري حقونه، د بیان ازادي، د مېرمنو حقونه او نورې لاس ته راوړنې له خطرونو سره مخ شي.
 
دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ هم تاکید کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د اړتیا په صورت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې درېږي.

دغه اعلامیه داسې مهال صادرېږي چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي خو ولسمشر غني ژمنه کړې چې وضعیت به کنټرولېږي او ترهګرې ډلې به خپلو موخو ته و نه رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي