۰
اتریش او فرانسه کې د افغانانو لاریونونه:

ټول افغان ولس دې د پاکستان پر وړاندې ملي پاڅون وکړي

دوشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۷
اتریش، فرانسه او جرمني کې کې مېشتو افغانانو د پاکستان ضد او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ لاریونونه کړي دي.
ټول افغان ولس دې د پاکستان پر وړاندې ملي پاڅون وکړي
اتریش، فرانسه او جرمني کې کې مېشتو افغانانو د پاکستان ضد او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ لاریونونه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون کوونکي وايي، اوسنۍ جګړه د پاکستان مستقیم یرغل او جګړه ده، چې پر وړاندې یې باید ټول افغانان ودرېږي.

اتریش کې لاریون کوونکو په یوه لس مادییز پرېکړه لیک کې پر افغان ولس غږ وکړ، چې ټول په يوه خوله د پاکستان پر وړاندې ملي پاڅون وکړي او د يرغلګرو د لاسپوڅو پر وړاندې په هر ډګر کې عملي مبارزه وکړي.

دوی په دغه پرېکړه لیک کې ویلي، دا چې د پاکستان پوځي واکمني په نړيواله کچه د ترهګرو روزنه، ساتنه او ملاتړ کوي، له نړيوالې ټولنې او تر ټولو له مخه د امنيت له شورا غوښتنه کوي، چې له پاکستان سره د يو ترهګر په توګه چلند وشي.

د یادونې ده، چې امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ ستره برخه تمرکز د ترهګرو ډولو په روزنه او پالنه دی.

نوموړي زیاته کړې وه، چې نړیوال باید د پاکستان له لوري د ترهګرو ډولو په ملاتړ او تمویل سترګې پټې نه کړي، بلکې پر وړاندې یې اقدام وکړي.

بل خوا د فرانسې پلازمېنې پاریس کې مېشتو افغانانو هم د نظام او افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ لاریون وکړ.

لاریونکوونکو په پاکستان غږ وکړ، چې په افغانستان کې خپلې لاسوهنې ودروي او دغه هېواد ته دې د ترهګرو له استولو څخه ډډه وکړي.

لاریونکوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل ترڅو پر پاکستان فشار راوړي، چې د ترهګرو مرکزونه دغه هېواد کې له منځه يوسي او د طالبانو له ملاتړ، تجهیز او روزنې لاس واخلي.

دغه راز د جرمني فرانکفورټ ښار کې هم افغانانو د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته د پاکستان پر ضد لاریون کړی او دا یې د ترهګرو ملاتړی هېواد بللی دی.

لاریون کوونکو ویل، چې پاکستان په افغانستان او ټوله سیمه کې د ترهګرو ملاتړی دی او دغه هېواد دې په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته ورسوي.

دوی همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي، فشارونه ورباندې ډېر کړي، څو په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې خپلې ورانۍ ختمې کړي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې برېتانیا، سویډن، امریکا او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم د پاکستان پر ضد لاریونونه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي