د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو ته د ۸ زره نورې وېزو ورکړه منظوره کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنیو ویلي، بایډن په دې اړه تازه فرمان ورکړی او د امریکایي پوځ افغان همکارانو ته اته زره ځانګړې وېزې او دوی ته د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو په موخه پنځه سوه میلیونه ډالر مرسته منظوره کړې ده.
د سرچینې په وینا بایډن ویلي، دغو کسانو په سختو شرایطو کې ځان له خطر سره مخ کړی دی او له امریکایي پوځ سره یې همکاري کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، دوی د افغان همکارانو د ژوند خوندیتابه ته ژمن دي او په دې برخه کې هر ډول همکاري ورسره کوي.
په ورته وخت کې ځينو امریکایي سناتورانو هم ویلي، دوی د لا ډېرو ویزو د اخیستلو لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده څو له احتمالي خطر سره مخ افغانان له دغه هېواد وباسي.
جمهورخبري آژانس:کابل