۰

ترکیه: چمتو یو د کابل هوايي ډګر مسوولیت واخلو

یکشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۲
د ترکیې دفاع وزیر حلوسي اکار وايي، که فغان دولت ورسره موافقه وکړي دوی چمتو دي، چې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت چارې خپله واخلي.
ترکیه: چمتو یو د کابل هوايي ډګر مسوولیت واخلو
د ترکیې دفاع وزیر حلوسي اکار وايي، که فغان دولت ورسره موافقه وکړي دوی چمتو دي، چې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت چارې خپله واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اکار دا څرګندونې پرون شنبې د زمري ۹ مه د افغانستان د ملي دفاع وزرات سرپرست بسم الله محمدي سره په تلېفوني اړیکه کې کړې دي.

انقره کې افغان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ترکیې دفاع وزیر د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې لپاره هم چمتوالی ښودلی دی.

ترکیه غواړي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د کنټرول مسولیت واخلي.

له ترکیې دا غوښتنه چې د کابل د هوايي ډګر مسوولیت د واخلي هغه وخت د امریکا له خوا وشوه، چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ.

تر دې اعلان وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان و ویل، دوی چمتو دي، چې دا مسوولیت واخلي، خو په وینا یې له ښکېلو غاړو سره تر خبرو اترو وروسته به دا کار کوي.

تر اوسه پورې له ښکېلو لورو سره کومه موافقه نه ده رامنځ ته شوې، خو طالبانو وار له مخه د ترکي ځواکونو له پاتې کېدو سره مخالفت ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي