۰

چین: له ترهګرو د پاک افغانستان ملاتړي یو

یکشنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۷
کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي او پر روانو حالتو یې ورسره خبرې کړې دي.
چین: له ترهګرو د پاک افغانستان ملاتړي یو
کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي او پر روانو حالتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عبدالله او یو لیدنه پرون شنبې د زمري ۹ مه د ښاغلي عبدالله په دفتر کې شوې او دواړو لورو د افغان سولې او افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي.

د سپېدار خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې د چین سفیر یو ځل بیا له افغان سولې پر خپل بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ، ویې ویل، چې هېواد یې یو له ترهګرو پاک افغانستان غواړي.

د چین سفیر وايي، دوی په دې باور دي چې جنګ حل لاره نه ده او د افغان ستونزې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېواد یې د مذاکراتو د دوام، د سیاسي هوکړې، د یو ټول شموله حکومت او له ترهګرو د پاک افغانستان پلوي کوي.

وانګ یو ویلي «موږ د مذاکراتو د دوام او د سیاسي هوکړې طرفدار یو. په افغانستان کې د یوه ټول شموله او معتدله اسلامي حکومت او له ترهګرو د پاک افغانستان پلوي کوو.»

په ورته وخت کابل کې د چین سفیر د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو په ساتلو هم ټينګار کړی دی.

بل خوا عبدالله ویلي، افغان کشاله پوځي حل لاره نه لري او ټینګار یې کړی دی چې په کور د ننه د ملي اجماع پياوړتیا او د نړیوالې ټولنې د همکاریو او همغږیو ډېرېدل د سولې لپاره د پام وړ مهم دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي