۰

لغمان کې ترافیکي پېښو کې کابو ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

شنبی ۹ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۰
سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د دوه ترافیکي پېښو په ترڅ کې دوه کم څلوېښت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لغمان کې ترافیکي پېښو کې کابو ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د دوه ترافیکي پېښو په ترڅ کې دوه کم څلوېښت تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې د تېره شپه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمو کې رامنځ ته شوې دي.

د لغمان د والي ویاند وايي، لومړۍ پېښه د کابل – جلال آباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په نارنج باغ سیمه کې د یوه کاسټر او سراچې موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې ۸ تنه مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، دویمه پېښه هم د همدې شپې په سهار وختي د همدې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې، چې ۱۲ تنه په کې وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د والي د ویاند په وینا په دواړو پېښو کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي، چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پېښو ټپیان د لغمان او ننګرهار روغتونو ته د درملنې په موخه وړل شوي، چې د روغتیايي چارواکو په وینا د ځينو ټپیانو وضعیت ښه نه دی.
 
دواړه پېښې د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې پروايۍ له امله رامنځ ته شوې دي، چې په اړه یې څېړنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي