سویل ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، خوست ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۳ تندر قول اردو ویلي، دغه پېښه پرون جمعه د زمري ۸ مه مازیګر مهال په یعقوبیو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول اېمل خان مومند په یوه غږیز پیغام کې ویلي، طالبانو پرون مازیګر مهال په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو په یوه مرکز برید وکړ.
دی وايي، د دغه مرکز سره نېږدې د ملکي وګړو له خوا د ملي بیرغ د نمانځۍ مراسم هم و، چې د طالبانو له خوا پرې برید وشو.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.
د یعقوبیو ولسوال اکبر ځدراڼ هم پېښه تاییدوي وايي، په ټپیانو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل