چین ته د طالبانو تر پلاوی تر سفر وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو یې غوښتي، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وځپي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه غوښتنه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د ملا عبدالغني برابرد په مشرۍ د طالبانو له پلاوي څخه کړې ده.
سرچینه وايي، وانګ یي طالب پلاوي ته و ویل«تمه لرو، چې طالبان به د شرقي ترکستان اسلامی غورځنګ چې د چین د ملي امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی سرکوب کړي.»
دغه راز سرچینه زیاتوي، بجینګ له طالبانو دا تمه هم وښوده، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
باید و ویل شي، چې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ د چین د ایغوریانو له خوا جوړ شوی او دوی د چین په سینکیان کې د یوه مستقل شرقي ترکستان د دولت غوښتونکي دي.
خو چین، امریکا، اورپايي ټولنه، برېتانیا او روسیه دغه غروځنګ یوه ترهګره ډله بولي.
جمهورخبري آژانس:کابل