۰

د پردیو طرحو ته نه تسلیمېږو خپله لرو او ډېر ژر به وضعیت ته تغیر ورکړو

پنجشنبه ۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۲
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بهرنیو طرحو ته، چې د افغانستان د بربادۍ لپاره یې جوړې کړې نه تسلمېږي، بلکې خپلې لري او ډېر ژر به وضعیت کې بدلون راولي.
د پردیو طرحو ته نه تسلیمېږو خپله لرو او ډېر ژر به وضعیت ته تغیر ورکړو
ولسشمرغني:
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بهرنیو طرحو ته، چې د افغانستان د بربادۍ لپاره یې جوړې کړې نه تسلمېږي، بلکې خپلې لري او ډېر ژر به وضعیت کې بدلون راولي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسشمر غني، چې نن د بیرغ د ملي ورځې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته وینا کوله و ویل، افغانان کې حب الوطن قوی دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان د پردیو د جګړو په میدان تبدیل شي.

ښاغلي غني و ویل د وطن دوستی مانا دا ده، چې افغانان هغه طرحو ته چې په کې د افغانستان بربادي نغښتې وي او له هېواده بهر د استخباراتي شبکو له خوا په داسې ډول جوړې شوې وي، چې افغانستان د جګړې په ډګر تبدیل کړي، هېڅ کله نه تسلیمېږي.

ولسمشر د طالبانو روانه جګړه ناروا وبلله او ویې ویل، چې دغه ډله هېواد او د هېواد ملي ګټو ته ژمن نه دي، ځکه په وینا یې د دغه ډلې د واکمنۍ پر مهال یوه ملي پروژه هم په هېواد کې نه ده پلې شوې، بلکې د پردیو لپاره یې خپلې ملي ګټې قربان کړې دي.
 
هغه و ویل«د پوښتنې په ډول وایم، ایا د طالبانو په واکمنۍ کې په ټول هېواد کې یوه ملي پروژه پلې شوې؟ آیا طالب مشرانو خلکو ته توضیحات ورکړي، چې ولې یې یو اسامه بن لادن ته په ملي ګټو ترجیح ورکړه، آیا د افغانستان ملي ګټو ته ژمن یاست که د بهرنیو شبکو.»

همدارنګه ولسمشر غني له طالبانو د یوې بلې پوښتنې په توګه مطرحه کړه، چې ایا په هېواد کې د روان ناورین او اور لګونې له عواقبو خبر دي که نه، آیا غواړي، چې افغانستان په دویمه سوریه بدل شي؟

دی وايي، که طالبان فکر کوي، چې د افغانستان خلک به دوی ته تسلیم شي او ګاونډیان به مو پرته له دخالته پرېږدي او هر څه چې غواړی وکړی غلت فکر دی باید له سره غور ورباندې وکړي.

افغان ولسمشر د تېرو ۲۰ کلونو لاس ته راوڼې او عامه تاسیسات د افغانستان د خلکو مال وباله او ویې ویل، چې آیا د طالبانو سره دغه ملي پانګې د ستالو فکر شته او که نه غواړي، هېواد کې یو ځل بیا قومي، مذهبي او سمتي جګړې په بنسټیزه توګه رامنځ ته شي.

هغه و ویل«طالبان د سپین بولدک ولسوالۍ د قضیې لپاره څه ځواب لري؟ آیا د نفاق تخم شیند یا اتفاق ته اماده دي!؟ هغه شبکې چې د افغانستان بربادي غواړي، کومې دي، لطفآ د ځواب ورکړي!.»

نوموړي ټینګار وګړ، چې حکومت او ملت ټول پر ټولنیز عدالت ولاړې سولې ته ژمن دي او همداسې یوه سوله غواړي، چې عادلانه، تل پاتې او د ټولو افغانانو حقوق په کې خوندي وي.
 
ښاغلي غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د جګړې پر ځای د راشي د وطن په جوړولو کې د لاس په کار شي تر څو روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي.

ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې و ویل«راشي دا ګلالی وطن جوړ، ملت ته د یوالي پیغام ورکړو، لازمه ده، چې ټول سره یو ځای شو، غیر له دې، یو څه چې ثابت شوي چې که تاسو په زور نه تسلیمېږۍ، موږ هم په زور نه شۍ تسلیمولۍ، حل لار یوالی او یو د بل منل دي.»

افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې حکومت او ولس سوله غواړي، خو په وینا یې که طالب په جګړه ټینګار لري، نو بیا افغان ځواکونه شته، چې په ټول قوت به له ولس او خپلې خاورې دفاع وکړي.

ښاغلي غني و ویل«موږ سوله غواړو تل پاتې او پیداره، خو که طالبان د تورې په قضاوت باوري، بیا افغان ځواکونه چمتو دي، چې په توره ځواب ورکړي، باید یو نظامي بنست رامنځ ته شي، تر څو طالبان دې پایلې ته ورسېږي، چې د زور کارول نتیجه نه ورکوي، په همدې خاطر موږ چې کوم پلان او طرحه تر لاس لاندې لرو، په عملي کولو سره به یې ژر په نظامي برخه کې تغیرات رامنځ ته شي.»

ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره یوه طرحه لری او په عملي کېدو سره به یې ډېر ژر تغیرات راشي.

افغان ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا د طالبانو سره د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او له بلې خوا د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي