۱
د بحران نړیواله ډله:

افغانستان کې د سولې لپاره باید پر پاکستان فشارونه ډېر شي

پنجشنبه ۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۷
د بحران په نړیواله ډله کې د افغانستان د مسایلو څېړونکی انډرو واتکینز وايي، په دغه هېواد کې د سولې لپاره باید پر پاکستان فشارونه ډېر کړل شي.
افغانستان کې د سولې لپاره باید پر پاکستان فشارونه ډېر شي
د بحران په نړیواله ډله کې د افغانستان د مسایلو څېړونکی انډرو واتکینز وايي، په دغه هېواد کې د سولې لپاره باید پر پاکستان فشارونه ډېر کړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واتکینز ویلي، طالبان لا هم د پاکستان سره ژورې اړیکې لري او پر دغه هېواد له فشار پرته به طالبان په اسانه له جګړې لاس په سر نه شي.

انډرو واتکینز په یوه مرکه کې زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي خو طالبانو ثابته کړه، چې دوی تر ډېره مذاکراتو ته ژمن نه دي.

نوموړي ویلي، که د طالبانو ټولو غوښتنې، لکه د زندانیانو خوشي کول یا له تور لېست د دوی د مشرانو ایستل و منل شي بیا به هم دغه ډله جګړه و نه دروي او پر ژمنو به عمل و نه کړي.

ده ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره باید پر پاکستان فشارونه ډېر شي او دغه هېواد دې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو کې رښتینې همکارۍ ته اړ کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د امریکا د استخباراتو پخواني مشر جنرال ډېوېډ پیټریوس هم ویلي و، څو چې کوټه او بلوچستان کې د طالبانو پر وړاندې اقدام ونه شي، دغه ډله به مذاکراتو ته لیوالتیا پیدا نه کړي.

همدارنګه کابل کې د کاناډا پخواني سفیر الکساندر کرس هم په وار وار ویلي، څو چې نړیوال په پاکستان باندې لازم فشار را نه وړي، په افغانستان کې سوله امکان نه لري.

دغه پخواني دیپلومات ویلي و، چې په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه روانه ده او پر وړاندې یې باید نړیوال اقدامات وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي