۰
کابل کې د امریکا سفارت:

د طالبانو مشرتابه باید د خاشه ځوان وژل کېدل وغندي

پنجشنبه ۷ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۱
کابل کې د امریکا سفارت د وسله والو طالبانو له خوا د یوه کندهاري ټوکمار نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، وژل کېدل غندلي دي.
د طالبانو مشرتابه باید د خاشه ځوان وژل کېدل وغندي
کابل کې د امریکا سفارت د وسله والو طالبانو له خوا د یوه کندهاري ټوکمار نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، وژل کېدل غندلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن پرون چهارشنبې د زمري ۶ مه پر خپله ټوېټر پاڼه ویلي، د طالبانو مشرتابه هم باید دغه کړنه وغندي.

نوموړي زیاته کړې، خاشه يو داسې ځايي ټوکمار او کمېډين و چې ان په سختو ورځو کې يې هم ټولنې ته خندا او خوښي ورکوله.

خو په وينا یې طالبانو هغه وتښتاوهو وواژه او وروسته يې د ‌خوښۍ په ښودلو سره د هغه ويډيو پر ټویټر خپره کړه.

ویلسن لیکلي« موږ دغه ناوړه عمل غندو او د طالبانو مشرتابه هم بايد دغه کړنه وغندي.»

د یادونې ده، چې کندهاری کمېډین خاشه ځواکونه په اختر کې کور ته تللی و، چې طالبانو له کور څخه ونیوه او برمته یې کړ.

څو ورځې د هغه برخلیک نامعلوم خو وروسته یې مړۍ په ډنډ ولسوالۍ کې پیدا شو، چې وړمه ورځ یې کورنۍ ته د وړلو اجازه ورکړل شوه.

د خاشه تر وژل کېدو وروسته پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوه، چې وسله والو طالبانو خاشه په موټر کې کېنولی او پر مخ یې په څپېړو وهي.

د خاشه دغه ویډیو او وژل کېدو په خواله رسنیو سخت غبرګونونه راوپارول.

د ولسمشر لومړي او دویم مرسیتالانو، د بهرنیو چارو وزیر اتمر، د دفاع وزارت سرپرست، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون، محسن دواړ او ګنو نورو مشرانو او سیاسیونو دغه وژنه وغندله.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي