۰
افغان حکومت:

طالبانو زموږ په خوښه چین ته تللي، چین ترې غوښتي، چې سوله وکړي

چهارشنبه ۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۵۸
افغان حکومت وايي، چین ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوی تګ له دوی سره په همغږۍ شوی او چین له طالبانو غوښتي، چې د جګړې پر ځای د سولې لار ونیسي.
طالبانو زموږ په خوښه چین ته تللي، چین ترې غوښتي، چې سوله وکړي
افغان حکومت وايي، چین ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوی تګ له دوی سره په همغږۍ شوی او چین له طالبانو غوښتي، چې د جګړې پر ځای د سولې لار ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د زمري ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی ته خبر ورکوی و، چې د طالبانو یو پلاوی بېجنګ ته ورغواوي.

سرچینه وایي، له دې سفر څخه هدف دا و، چې چین، د افغانستان د اوسني وضعیت، د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو په اړه طالبانو سره خپله اندېښنه شریک کړي او ورته و وايي، چې د چین دولت د افغانستان د سولې له خبرو اترو او سیاسي توافق څخه ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې چینايي چارواکو د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کې ورځ تر بلې په زیاتېدو ده او زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي، دغه پلاوی سره خپله اندېښنه شریک کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چین له طالبانو غوښتي، چې سیاسي جوړجاړي ته تن ورکړي او خپلې اړیکې له سیمه ییزه او نړیوالو ترهګرو ډلو سره پرېکړي.

خبرپاڼه وايي، ګډون امنیتي ګواښونو او ګډو سیاسي او اقتصادي کټو ته په کتو او د چین او افغانستان د ولسمشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو تر خبرو وروسته افغانستان تمه لري، چې چین به د سیمه ییزې اجماع په پیاوړي کول، پر طالبانو د نړیوال فشار د راوړلو، د تاوتریخوالي د مخنیوي، اوربند، سولې او په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د منځه وړلو په برخه کې خپل رول ادا کړي.

د یادونې ده، چې د ملا عبدالغني په مشرۍ د طالبانو ۹ کسیزه پلاوی پرون په دوه ورځني سفر چین ته تللی او هلته یې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي سره کتلي دي.

طالب ویاند محمد نعیم وردګ هم د دې سفر پخلی کړی ویلي یې دي، چې له چینايي چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله هم خبرې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي