۰

د لوګر د عدلیې رییس کابل کې وژل شوی دی

چهارشنبه ۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۲۲
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لوګر ولایت د عدلیې رییس محمد ګل عالم د نامعلومه وسله والو له خوا کابل کې وژل شوی دی.
د لوګر د عدلیې رییس کابل کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د لوګر ولایت د عدلیې رییس محمد ګل عالم د نامعلومه وسله والو له خوا کابل کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګل عالم پرون سه شنبې د زمري ۵ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژل شوی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وايي، د لوګر د عدلیې رییس محمد ګل عالم کابل ته تللی و، چې د ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وسله والو پرې برید کړی او وژلی یې دي.

باید و ویل شي، چې محمد ګل عالم پخوا د پکتیکا د عدلیې رييس و او له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې په لوګر کې د عدلیې د رييس په توګه دنده پیل کړې وه.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم د وژنې علت معلوم شوی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي