۰

د کندهاري ټوکمار خاشه ځوان وژل کېدو سخت غبرګونونه راپارولي

چهارشنبه ۶ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۴
په کندهار کې د طالبانو له خوا د یوه ټوکمار (کمېډین) نظر محمد چې په خاشه ځوان مهشور و وژنې په لر بر افغان ولس کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.
د کندهاري ټوکمار خاشه ځوان وژل کېدو سخت غبرګونونه راپارولي
په کندهار کې د طالبانو له خوا د یوه ټوکمار (کمېډین) نظر محمد چې په خاشه ځوان مهشور و وژنې په لر بر افغان ولس کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خاشه ځوان څو ورځې وړاندې په کندهار ښار کې د وسله والو طالبانو له خوا ونیول شو او مړی یې په ډنډ ولسوالۍ کې پیدا شو.

د خاشه ځوان تر وژل کېدو څو ورځې وروسته پرون په خواله رسنیو د هغه د ژوندۍ وروستۍ ویډویو چې وسله والو طالبانو نیولی دی خپره شوه.

په دغه ویډیو کې ښکاري، خاشه او ورسره وسله وال په یوه موټر کې سپاره دي، د خاشه لاسونه شاه ته تړل شوي او یو وسله وال ترې پوښتي، چې خاشه چېرته ونیول شوې.

خاشه په ځواب کې وايي، اختر و کور ته تللی وم او هلته دا ....... راغلله او ویې نیول، په دې وخت کې هم خاشه یوه ټوکه کوي، خو د وسله وال له خوا دوه څپېړې پر مخ وهل کېږي او یو بل وسله وال غږ کوي، دا خبیث وځړوی، پرېنږدۍ.

تر دې ور هاخوا نور معلوم په ویډیو کې نشته چې خاشه ځوان څه ډول وژل کېږي، خو راپورونه وايي، هغه په مرمیو ویشتل شوی و او مړی یې پرون کورنۍ ته وسپارل شو.

د خاشه ځوان تر دغه ویډیو وروسته په لر او بر افغان وطن کې سخت غبرګونونه راپارېدلي او د خاشه ځوان وژل کېدل یې په سختو ټکو غندلي دي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، تر طالبانو د امین حکومت شل ځله شرف درلود، د کندهار د خاشه ځوان ویدیو چې تر صحرایي اعدام مخکې اخیستل شوې ښيي چې طالبان نه شریعت ته پابند دي، نه محکمه لري او نه قانون او انسانیت.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په خپل فیسبوک کې لیکلي، د خاشه وژلو یو ځل بیا د دغې خاورې او د دې خاورې له فرهنګ، هنر او ازادۍ سره د دښمنانو دښمني ښکاره کړه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله محمدي او د خاشه وژل کېدل غندلي او د هغه د قاتلینو پر سر یې د نغدي جایزې اعلان کړی دی.

هغه پر خلکو غږ کړی، چې د خاشه ځوان د قاتلینو په اړه له امنیتي ځواکونو سره معلومات شریک کړي او خپله نغدي جایزه تر لاسه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم سخت غبرګون ښودلی او پر خپله فسبوک پاڼه یې لیکلي«يو څوک چی د ټول افغانستان د پاچاهی دعوا کوي او بیا د یو ملنګ افغان لکه "خاشه ځوان" څخه وبیریږی او بیګناه په ‌‌‌‌‌‌ډيره مظلومانه ‌‌‌‌‌‌ډول یې شهید كړي، نو دا ثابتیږی چی دا ‌‌‌‌‌‌ډله بزدلان او هسی اجرتي قاتلان دي، ما چى كله د انس حقانى سره د امنيت په يوه اداره كى ليدل، ځولنې مو تری خلاصې کړې او د مور سره مو یې په تلفون د خبرو مجال ورکړ تر څو ده ته دا فکر پيدا نشی چی موږ د موقف څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره د نوموړی انسانی کرامت تر پښو لاندی کو‌و، طالب جانه: لوی/غټ به دى کړي خو لويې به خدای (ج) او د افغانستان ولس درنكړي!که ستا کړنې اسلامي دي او ستا عمل ټول جهاد دی؛ نو بیــا ولې ته ذلیل او بزدله یې او خاشه زړه  ور او زړونو کې اباد شو؟»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم دا پېښه غندلې  وايي، دا د طالبانو لخوا وژل شوي د یوه افغان کامېډین نظر محمد مړی دی.
مشر پښتین ویلي«له کله چې د دوحې د مذاکراتو پایلې لانجمنې شوی دي، نړۍ د طالبانو پر ظلمونو چوپه ده، په نوموړو مذاکراتو کې د طالبانو د پټنځایونو په هکله هېڅ یادونه نه ده شوې. د پښتون افغان په خاوره په یوه نوي بڼه جګړه دوام لري.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړي محسن داوړ هم د خاشه په وژل کېدا سخته خواشیني ښودلې وايي، افغان کميډن نظر محمد وسله والو طالبانو د خپل کور په زبردستي تيښتي نه وروسته شهيد کړي شو.

ښاغلي داوړ ویل« نظر محمد د انسانانو په خوله خندا راوسته؛ خو طالبانو د شخصيت له وجی پرې نه ښود او شهيد يې کړو؛ وسله والو طالبانو وژنې پیل کړې او نړۍ يې تماشه کوي.»
 
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي