جرمني: د افغان سولې لپاره هڅې ډېروو

5 اسد 1400 ساعت 10:19

جرمني یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کړی وايي، دوی په دغه هېواد کې د وران تاوتریخوالي سخت مخالف دي.


جرمني یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کړی وايي، دوی په دغه هېواد کې د وران تاوتریخوالي سخت مخالف دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان او پاکستان له پاره د المان ځانګړي استازي له بېلا بېلو افغان چارواکو سره کتنه کې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي، پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي دي.

نوموړي په دغه جلا جلا کتنو کې ده ټینګار کړی، چې هېواد یې افغانستان کې د سولې او ثبات کلک ملاتړی دی او په دې هېواد کې د روان تاوتریخوالي مخالف دی.

دغه الماني ديپلومات  د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي، دوی د سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د الماني ديپلومات په خبره هڅه کوي افغان جګړې په کمولو او سولې خبرو په چټکولو کې خپل رول ادا کړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې اوسنی تاوتریخوالی او ملکي مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده چې باید ژر تر ژره کمه کړل شي.

بلخوا د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د سولې په برخه کې د نړیوالو همکاري اړینه بللې ده او له المان یې غوښتي چې خپلې مرستې و نه سپموي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141139

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141139/

جمهور
  https://www.jomhornews.com