سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې ناپېژانده وسله والو کسانو هرات ولایت کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د زمري ۳ مه له غرمې وروسته د هرات ښار د ابرېشم جاده کې رامنځ ته شوې ده.
سیمه ییز چارواکي وایي، ناپېژانده وسله والو په یاده سیمه کې د هرات د «عین العلوم غیبتان» دارالعلوم پر مسوول مفتي سیمع الله مهاجر برید کړی و.
دوی وايي، په برید کې مولوي مهاجر سخت ټپي شوی و، چې د هرات په حوزوي روغتون کې یې نن سهار د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم علت معلوم دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د جوزجان ولایت د شبرغان ښار د یوه جامع جومات خطیب هم د جومات د ننه د وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل