سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو کسانو د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار د جامع جومات خطیب په جومات کې وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوی زیاتوي، پېښه پرون شنبې د زمري ۲ مه ماښام مهال د مولانا جلال الدین مېنې په جامع جومات کې رامنځ ته شوې ده.
د جوزجان د پولیسو ویاند مسعود ندیم وايي، وسله وال جومات ته ورننوني او د دغه جومات خطیب مفتي رفیع الله یې د کلاشنکوف په ډزو وژلی دی.
دی زیاتوي، چې تر اوسه د قتل علت نه دی معلوم، خو په اړه یې څېرنې روانې دي.
د جوزجان د پولیسو ویاند وايي، وسله وال له برید وروسته په تېښته بریالي شوي او تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.
په ورته وخت د جوزجان د ارشاد، حج او اوقافو د ریاست وايي، مفتي رفیع الله یو بې پرې سړی و او له چا سره یې دښمني نه لرله.
د یادونې ده، چې مفتي رفیع الله په دې وروستیو کې په خپل مالي لګښت د نجونو او هلکانو لپاره یوه دیني مدرسه جوړه کړې وه.
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:جوزجان