۰

امریکا د افغان کډوالو د ورتلو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

شنبی ۲ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۸
د امریکا ولسمشر جو بايډن د دوو ځانګړو فرمانونو په ترڅ کې په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره منظور کړل.
امریکا د افغان کډوالو د ورتلو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل
د امریکا ولسمشر جو بايډن د دوو ځانګړو فرمانونو په ترڅ کې په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره منظور کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په لومړي فرمان کې ویل شوي، د امریکا د مهاجرینو اوپناه غوښتونکو د اضطراري مرستو د صندوق څخه دې ۱۰۰ میلیونه ډالره په افغانستان کې د روان وضعیت له امله په غیر منتظره ډول د بې ځایه شویو کډوالو د اړتیاو او هم امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې دغوښتونکو د چارو لپاره ځانګړې شي.

بايډن په دویم فرمان کې امرکړی، چې ۲۰۰ میلیونه ډالره نور دې د ادارو او د امریکا د وزارتونو له منابعو څخه د ګډوالو، د جګړود قربانیانو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې غوښتونکو په ګډون د نورو هغو کسانو د خیر ښیګڼې د چارو لپاره ځانګړې شي، چې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله زیامن شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي