د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره تلېفوني خبرې کړې او د افغانستان پر روان وضعیت غږېدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، د ښاغلي غني او ښاغلي بایډن تلېفوني خبرې پرون جمعه د زمري اوله ماښام مهال شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه تلېفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان او امریکا تر منځ د اړیکو پر دوام خبرې اترې کړې دي.
ارګ وايي، ولسمشر بایډن ولسمشر غني ته له افغان امنیتي او دفاعی ځواکونو څخه د خپل هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه ځواکونه به د افغانستان ساتنه او دفاع وکړي.
د ارګ په خبرپانه کې راغلي، چې دواړو ولسمشرانو د سولې او امنیت د تامین او تلپاتې مشارکت لپاره د افغانانو پر ګډو هڅو، له افغان دولت سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي مرستو پر دوام، امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنې هم ټینګار وکړ.
د یادونې ده، چې ولسمشر غني څه موده مخکې په یوه رسمي دوه ورځني سفر امریکا ته هم تللی و او له ولسمشر بایډن سره یې پر ځینو موضوعاتو خبرې کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل