۰

امریکا: د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوو

دوشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۵
کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د افغانستان د ملي دفاع وزرات له سرپرست سره لیدنه کې ډاډ ورکړي، چې امریکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
امریکا: د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوو
کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر د افغانستان د ملي دفاع وزرات له سرپرست سره لیدنه کې ډاډ ورکړي، چې امریکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرات په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله محمد پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۷ مه د شارژدافیر راس ویلسن سره ولیدل.

دفاع وزارت زیاتوي، چې دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان په روان امنیتي وضعیت او سولې پروسې په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچینه وايي، په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکا به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیزه ملاتړ او مرستې ته دوام ورکړي.

ویلسن ټینګار کړي، چې هېواد یې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي، تسلیحاتي او تخنیکي ملاتړ ته ژمن دی او دغه راز د سولې له پروسې هم بشپړ ملاتړ کوي.

امریکا پر داسې مهال یو ځل بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ډاډ ورکوي، چې خپل ۹۵ سلنه سرتېري او تجهیزات یې له افغانستان څخه ویستي او دلته جګړو هم زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي