۰
جنرال پټریوس:

له افغانستان د امریکايي سرتېرو وتل به ټوله سیمه له خطر سره مخ کړي

دوشنبه ۲۸ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۳
پخواني امریکايي جنرال ډېوېډ پټریوس له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل تېروتنه بللې وایي، دا کابل به ټوله سیمه له ګواښونو او خطرونو سره مخ کړي.
له افغانستان د امریکايي سرتېرو وتل به ټوله سیمه له خطر سره مخ کړي
پخواني امریکايي جنرال ډېوېډ پټریوس له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل تېروتنه بللې وایي، دا کابل به ټوله سیمه له ګواښونو او خطرونو سره مخ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي جنرال چې یو وخت افغانستان او عراق کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان پاتې شوی زیاته کړې، چې امریکا د سرتېرو په ایستلو کې بېړه وکړه.

نوموړي ویلي، هېڅ داسې شواهد او څرک نشته، چې وښيي افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او یا ترهګرې ډلې ختمې شوې دي.

جنرال پټریوس ویلي، وېره لري چې یوه ورځ امریکا شا ته وګوري او له افغانستان په وتلو پښېمانه شي.

دی زیاتوي، د افغانستان نا امني به ټوله مرکزي او جنوبي اسیا نا امنه کړي، نو له همدې امله له دغه هېواد وتل ښايي په لوړه بیه تمام شي.

دغه امریکايي جنرال په افغانستان کې وروستۍ جګړې او تاوتریخوالی هم خواشینوونکی بللی او د دغه تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هم له افغانستانه د سرتېرو ایستل ستره تېروتنه بللې ده.

نوموړي ویلي، امریکا په افغانستان کې ماته شوې نه ده، بلکې تسلیم شوې، پاکستان ته یې نیابتي جګړه بایللې او افغانستان چې د امریکا لپاره خورا مهم ستراتېژیک موقیت دی، خپلو رقیبانو ته پرېږدي.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو امریکايي جنرالانو، د کانګرس غړو او سیاسیونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستنه ستره او ګواښوونکې تېروتنه بللې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستلو لړۍ ۹۵ سلنه بشپړه کړې او لا هم دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي