د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر امر کړی، چې اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې عليخېل تښتوونکي ونیسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، خان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، چې د دغه پېښې عاملین ونیسي.
عمران خان ویلي، باید ټولې قانون نافذوونکې ادارې د دې پېښې په اړه پلټنو ته لومړیتوب ورکړي او دا یقیني کړي چې د مجرمانو په نیولو کې له ټولو امکاناتو کار اخلي.
په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم د یادې پېښې د عامیلینو د نیولو ژمنه کړې ده.
نوموړي ویلي، امنیتي چارواکي د دوو ټکسیانو له یوه چلوونکي سره په تماس کې دي چې له موټر څخه یې په هغه ورځ کار اخیستل شوی و، چې د افغانستان د سفیر لور وتښتول شوه.
اسلام آباد کې د افغان سفیر نجیب الله عليخېل لور سلسله عليخېل پرون شنبې د چنګاښ ۲۶ مه اسلام آباد کې د وسله والو له خوا هغه مهال تښتول شوې، چې د کور په لور روانه وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، سلسله تر شکنجې وروسته د وسله والو له خوا خوشې کړی شوې چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور تښتونې د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې عاملین یې ژر تر ژره ونیسي او سزا ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا عمل په کلکو ټکو غندلی او کابل کې یې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پرون احضار کړی وو.
افغان دولت احمد خان ته خپل جدي اعتراض کړی او ورته ویلي یې دي، چې د افغان دولت اعتراض دې خپل حکومت او بهرنیو چارو وزارت ته ورسوي.
د وزارت په خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتل شوي، چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ باید د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو امنیت تامین کړي.
په خواله رسنیو هم دا خبره خورا ګرمه ده او د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.
ځینې افغانانو خو له افغان حکومته غوښتي، چې له پاکستان سره ټولې دیپلوماتیکي اړیکې پرېکړي، خپل سفیر ترې راوغواړي او د پاکستان هغه ور وشړي.
جمهورخبري آژانس:کابل