۰
د افغانستان ولسي جرګه:

پاکستان دې د افغانستان په اړه د خپلو مفتیانو خولې بند کړې

یکشنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۱
د افغانستان ولسي جرګې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند او د پارلمان د غړي مفتي عبدالشکور وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.
پاکستان دې د افغانستان په اړه د خپلو مفتیانو خولې بند کړې
د افغانستان ولسي جرګې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند او د پارلمان د غړي مفتي عبدالشکور وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان دغه مفتي د دې هېواد د ولسي جرګې په یوه ناسته کې ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه د پاکستان د ساتنې لپاره اړینه ده او طالبانو زموږ د دفاع لپاره جګړه کوي.

عبدالکشور زیاته کړې وه« په افغانستان کې د طالبانو کړنې د پاکستان ساتنې لپاره یوه ښه رول لوبوي، نو پاکستان باید د طالبانو له کړنو څخه ملاتړ وکړي.»

د دغه پاکستاني مفتي څرګندونو د افغانستان د ولسي جرګې سخت غبرګون راپارولی او په یوه اعلامیه کې یې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د خپلو مفتیانو خولې بندې کړي او د اسلام ضد څرګندونو مخنیوی یې وکړي.
 
خبرپاڼه کې وايي، عبدالشکور چې ځان دیني عالم هم بولي دلته د افغانانو په وژنو چې ټول مسلمانان دي خوښي څرګندوي، د افغانستان اسلامي جمهوریت ملي شورا (ولسي جرګه) نوموړې څرګندونې د اسلام له دایرې او انساني خواخوږۍ څخه لرې بولي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان ولسي جرګه د مفتي عبدالشکور یادې څرګندوې د ډیپلوماټیکو اصولو خلاف بولي، په کلکو ټکو غندي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه بولي.

ولسي جرګې ویلي، افغانستان اوس اسلامي جمهوري نظام لري او هېچاته اجازه نه ورکوو چې په کورنیو چارو کې یې مداخله وکړي.
 
ولسي جرګې یو ځل بیا د پاکستان له حکومت او ملی شورا څخه په جدي توګه غوښتني، ترڅو د دې ډول غیر اسلامي او غیر انساني اظهاراتو او کړنو مخه ونېسي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي