د هوايي چلند ادارې خبر ورکړ، چې افغانستان ته د مستقلو او سرتاسري رادارو لومړی محوله له فرانسې څخه راورسېده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې ادارې شنبې د چنګاښ ۲۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه محوله نن سهار کابل ته راورسېده.
د سرچینې په وینا د افغانستان د خپلواکه رادارو د نصب تړون د هوايي چلند ادارې له خوا د فرانسوي تالس شرکت سره د ۱۱۲ میلیون یورو په ارزښت شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان خپلواکه راد د هېواد په ۱۲ نقطو کې ځای پر ځای کېږي او کولی شي تر ۴۵ زره فوټه پورې د افغانستان له فضايي حریم څخه کنټرول وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل