سرچینې وايي، په څو شېبو کې به د افغان دولت د پلاوي او طالبانو د پلاوي تر منځ د سولې مذاکرات د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونده نن شنبې د چنګاښ ۲۶ مه دوحه کې پیلېږي، چې د افغان دولت د پلاوي مشري د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوی مشري د دغه ډلې د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر پر غاړه ده.
ویل کېږي د غوندې لومړی اجنډا به پر اوربند خبرې اترې وي، خو تر اوسه یې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
باید و ویل شي، چې د سولې لپاره قطر ته د افغان دولت تللي پلاوي نن د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم لیدلي دي.
خلیلزاد پرون ویلي، تمه ده، چې په دې ناسته کې پر اوربند موافقه وشي او وروسته دغه اوربند د تاوریخوالي د تدریجي کمولو سره اوږد شي.
جمهورخبري اژانس:کابل