۰

د افغان سیاسیون یو پلاوی دوحې ته ولاړ خو کرزی ترې راوګرځېده

شنبی ۲۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۷
له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسیونو یو پلاوی دوحې ته ولاړ خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی د کابل له هوايي ډګره بېرته کور ته راوګرځېده.
د افغان سیاسیون یو پلاوی دوحې ته ولاړ خو کرزی ترې راوګرځېده
له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسیونو یو پلاوی دوحې ته ولاړ خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی د کابل له هوايي ډګره بېرته کور ته راوګرځېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي روغې جوړې عالي شورا د رییس په مشرۍ دغه پلاوی پرون جمعه د چنګاښ ۲۵ مه دوحې ته روان شو، خو تر اوسه دا نه معلومه، چې ښاغلي کرزی ولې نه دی ورسره تللی.

دوحې ته د روانېدو پر مهال ښاغلي عبدالله په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، چې دوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت استازیتوب کوي.

ښاغلي عبدالله و ویل«ستاسو پوښتنه به داوي چې جنګ په شدت سره روان دی او تاسو ځئ او د سولې په باب خبرې کوئ. بلې د دې لپاره، چې سخته جکړه روانه ده د دې لپاره، چې دا جنګ یوازې همدا نن روان نه دی، ۴۲ کاله کیږي چې زمونږ په هیواد کې جنګ روان دی او په سلګونو زره خلک په کې قربان شوي دي باید مونږ د سولې د ټینګیدو لپاره خپلې هڅې وکړو. دا د افغانستان د خلکو او د هغوی مشروع غوښتنو په استازیتوب کوو. هیله ده، چې طالبانو تحریک به هم دا یو فرصت وګڼي او په دې باید هم پوه شي، چې د جګړې دوام او یا هم د یوې ولسوالۍ نیول او یا د سیمو د نیولو نتیجه په هیواد کې سوله نشي کېدلې.»

په دغه کنفرانس کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خبرې وکړې و یې ویل«په دغه مرحله کې زمونږ یو پیاوړی او مضبوط د ټولو صلاحیتونو خاوند هیئت قطر ته ځي.... زموږ د وطنوالو سره د تحریک طالبانو سره د خبرواترو لپاره په پوره صلاحیت دا مولازمه وبلله، چې په دغه مرحله کې زموږ دغه مشران د خاورې لاړ شي او هلته خبرې وکړي.

د دغه خبري کنفرانس پر مهال د پخواني ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي، د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور او د جنرال عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم هم حاضر وو.

خو عبدالله عبدالله و ویل، چې په پلاوي کې یو شمیر ښځې، چې له وړاندې په دوحه کې دي هم ګډون لري.

تراوسه لا په رسمي ډول د دغه پلاوي د ټولو غړو نومونه نه دي اعلان شوي، خو په رسنیو کې په خپرو شوو رپوټونو کې په دغه پلاوي کې د جمهوري ریاست د پخواني لومړي مرستیال محمد یونس قانوني، حاجي محمد محقق، ګلبدین حکمتیار، عبدالسلام رحیمي، سید منصور سعادت نادري، عنایت الله بلیغ او فاطمه ګیلاني نومونه د پلاوي د غړو په توګه خپاره شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي