۰

چین افغانستان ته د هراړخیزې مرستې ډاډ ورکړی دی

شنبی ۲۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل چینايي سیال شي جین پنګ سره تلېفوني اړیکه کې د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.
چین افغانستان ته د هراړخیزې مرستې ډاډ ورکړی دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل چینايي سیال شي جین پنګ سره تلېفوني اړیکه کې د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي پنګ تلېفوني خبرې پرون جمعه د چنګاښ ۲۵ مه شوې او پر دوه اړخیزه اړیکو هم غږېدلې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، د چین ولسمشر ویلي، هېواد یې په ټوله مانا د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د دغه هېواد په سوله او امنیت کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چین د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانانو ملاتړی دی او له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره هڅه کوي.

د چین ولسمشر ښاغلي غني سره ژمنه وکړه، چې د کورونا یو ملیون دوزه نور واکسین به هم افغانستان ته لېږي.

سرچینه وایي، ولسمشر غني هم په دې تلیفوني خبروکې د سولې له پروسې سره د چین مرسته اړینه بللې ده او هغه یې د افغانستان ښه ګاونډی هېواد بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي