۰
ولسمشر غني:

له پاکستانه ۱۰ زره جنګیالي راغلي، افغانستان کې یې چور او تالان ګډ کړی

شنبی ۲۶ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، استخباراتي معلومات ښيي، چې دې وروستیو کې له پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ۱۰ زره جنګیالي افغانستان ته راغلي او چور او تالان یې ګډ کړی دی.
له پاکستانه ۱۰ زره جنګیالي راغلي، افغانستان کې یې چور او تالان ګډ کړی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، استخباراتي معلومات ښيي، چې دې وروستیو کې له پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ۱۰ زره جنګیالي افغانستان ته راغلي او چور او تالان یې ګډ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون جمعه د چنګاښ ۲۵ تاشکند کې د جنوبي او مرکزي آسیا په نړیوال کنفرانس کې وکړې.

نوموړي دا هم و ویل، چې پاکستان کې ځینې شبکې او ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره افغانستان کې د طالبانو له خوا د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان نمانځي.

څو ورځې وړاندې وړاندې په ټولنیزیو شبکو کې یو شمیر ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې د پاکستان او کویټې په ښارونو کې د طالبانو په ملاتړ لاریونونه کېدل د هغوی په پلوي یې شعارونه ورکول.

افغان ولسمشر یو ځل بیا د پاکستان نه وغوښتل چې د سولې جدي خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره دې پاکستان د خپل نفوذ نه کار واخلي.

نوموړي و ویل، عمران خان او جنرالانو یې په کراتو ډاډ ورکړی چې د طالبانو په لاس د افغانستان سقوط د پاکستان په ګټه نه دی.

ښاغلي غني چې خبرې کولې د پاکستان صدر اعظم عمران او د بهرنیو جارو وزیر شاه محمود قریشي هم ناست وو.

ده دغه څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې لومړي مرستیال یې امرالله صالح یو ځل بیا پاکستان تورن کړ، چې له طالبانو ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، پاکستان د طالبانو په ملاتړ سپین بولدک کې افغان پوځ ته خبرداری ورکړی، چې که پر طالبانو برید وکړي، نو دوی به یې الوتکې په نښه کړي.

خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي