سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۳ مه ماښام مهال د نورګرام او الینګار تر منځ په خلیل آباد کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، د طالبانو له لوري توغول شوې مرمۍ د ملکي وګړو په یوه کور لګېدلې ده.
دی زیاتوي، چې په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت د سیمې خلکو هم دا پېښه تایید کړې، وايي په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
که څه هم د لغمان د والي ویاند پړه پر طالبانو اچولې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل