۰

کابل کې د پاکستان د سفیر پر لیدونو توغند غبرګونونه راپارېدلي دي

پنجشنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۷
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له تېرو څو ورځو راهیسې د یو شمېر افغان سیاسیونو کورونو ته ورغلی او ورسره یې لیدلي دي.
کابل کې د پاکستان د سفیر پر لیدونو توغند غبرګونونه راپارېدلي دي
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له تېرو څو ورځو راهیسې د یو شمېر افغان سیاسیونو کورونو ته ورغلی او ورسره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې احمد خان، د ولسمشر د ځانګړي استازي محمد عمر داودزي، پخواني ولسمشر حامد کرزي، حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، حضرت عمر زاخېلوال، صلاح الدین رباني، احمد ضیا مسعود، د ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد او ځینو نورو کسانو سره لیدلي دي.

له دغه افغان سیاسیونو سره د پاکستان د سفیر د لیدونو جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي، خو په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، پاکستان د جولای په ۱۷ مه تر ۱۹ پورې د افغان سیاسیونو د یوې غونډې کوربتوب کوي او ښايي دا لیدنې هم په همدې موخه وي.

خو د پاکستان د سفیر دغه خپل سرو لیدونو پر خواله رسنیو د ګڼو افغانانو توغند غبرګون راپارولی او په ورته وخت کې یې د افغانستان پر بهرنیو چارو وزارت هم سختې نیوکې کړې، چې ولې د دې کار مخه نه نیسي.

لیکوال او ژورنالست داود جنبش پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي د پاکستان سفیر څوک دی چې په افغان مېنه کې کور په کور ګرځي او لیدنې کوي؟ ملېشې یې بس نه دی چې کلی په کلي یې په سر اخیستی؟

یوه بل لیکوال او سیاسي شنوونکي محمد نعیم حقمل پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، ارګ او چنار چېرته دي ؟ د بهرنیو چارو وزارت هم مړ دی!؟؟؟
هغه زیاته کړې«کابل کې د پاکستان دې تورمخې پنجابي سفیر یوازې تېره ورځ په انځورونو کې له لاندې کسانو سره ناستې او خبرې ترسره کړې دي.حتمن د ډیرو نورو کسانو دروازې او کورونو ته ته هم ورغلی دی.»
 
نوموړي وړاندې ویلي«پاکستان موږ ته پرته له جګړې، ورانیو، افغان وژنې او دښمنیو بل څه نه دي راکړي، پرپاکستان اعتماد کول، له وطن، خلکو، ملي حاکمیت او ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو سره د خیانت کولو په معنی دي.»
 
لیکوال او ژورنالېست نعمان دوست هم پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دې حساسو ورځو کې کابل کې د اسلام اباد سفیر سخت بوخت دی، کله دی د نورو افغان، په اصطلاح سیاستوالو، میلمه وي او کله افغان سوء تغذي سیاستوال د ده پر ټغر ناست وي.
 
نوموړي زیاته کړې، دا اکثریت هغه سیاستوال دي چې له همدې حکومت او نظامه پړسیدلي؛ خو بیرته ور سره ټینګ مخالف هم دي.
 
هغه وړاندې ویلي«په هر صورت، د چا رزق کې لغته نه وهو، خو خبره دا ده چې که اسلام اباد کې افغان سفیر د آمونو له خوراکه وزګار شي او همدا چمونه وکړي، هغوی به اجازه ور کړي؟ ځواب ښکاره دی او هغه نه دی، اوس به د اساسي قانون ۸ مې مادې ته نظر وکړو: دولت د هېواد خارجي سیاست د ....متقابل احترام... تنظیموي، دا متقابل احترام به همدې ته وایي؟
 
دوست په یوه کمېټ کې لیکلي دا دې کمزوري او بې کفایته حکومت له برکته، اسلام اباد کې دې افغان سفیر نر شي متقابل کار دې وکړي چې له خولې یې ورته ډبلیو (W) جوړوي او که نه.
 
ښاغلی دوست وایي، خبره دا ده چې دولت اساسي قانون لکه مړ مار په خپلو لاسونو کې ټینګ کړی، کله پرې ولس ډاروي او کله یې مخالفانو ته نېغ نېغ کوي، نور یې والله که کیسه کې هم وي.
 
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي