ایرو ایشیاررېیویو:

امریکا یوازې خپلې ګټې پالي د نورو هېوادونو وضعیت ورته مهم نه دی

20 سرطان 1400 ساعت 9:40

ایرو ایشیا رېیویو په یوه مقاله کې وايي، افغانستان ته د امریکا د راتګ موخه د دغه هېواد پرمختګ او حالت ښه کول نه و، بلکې خپلو ګټو پسې راغلې وه.


ایرو ایشیا رېیویو په یوه مقاله کې وايي، افغانستان ته د امریکا د راتګ موخه د دغه هېواد پرمختګ او حالت ښه کول نه و، بلکې خپلو ګټو پسې راغلې وه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مقالې لیکوال وايي، امریکا افغانستان ته په راتګ سره غوښتل خپلې ګټې وپالي او باور یې دا و، چې ګواکي له نظامي لارو خپل سیالان ځپلی شي.

لیکوال ټینګار کړی، چې له لومړي سره افغانستان ته د امریکا د راتګ موخه ددغه هېواد پرمختګ او حالت ښه کول نه و، بلکې په سیمه کې یې خپلې ګټې پاللې.

د مطلب لیکوال زیاتوي، کله چې جګړه اقتصادي بڼې ته واوښته امریکا په دې پوه شوه چې د حریفانو د ځپلو لار یې نظامي نه بلکې اقتصادي ده نو ځکه یې د افغانستان په ګډون د منځني ختيځ له ډېرو هېوادونو خپل سرتېري و ایستل.

په مقاله کې راغلي، امریکا یوازې خپلې ګټې پایلي، د نورو هېوادونو وضعیت ورته مهم نه دی او په نړیواله کچه د خپلو سیالانو د ځپلو په لټه کې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140654

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140654/

جمهور
  https://www.jomhornews.com