د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سولې په تړاو سفر پیل کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد پرون شنبې د چنګاښ ۱۹مه د جنوبي او منځنۍ اسیا او همدارنګه د منځني ختیځ په سفر تللی دی.
خلیلزاد به په تاشکند کې د ازبکستان د حکومت له خوا په هغه نړیوال کنفرانس کې هم ګډون کوي چې پکې به د سیمه ییز پیوستون په اړه خبرې کېږي.
دی به افغانستان، پاکستان او قطر ته هم ولاړ شي او وايي، پخپلو سفرونو کې به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي، دوی به په افغانستان کې داسې حکومت ونه مني چې د زور له لارې راشي.
ده زیاته کړې، څنګه چې ولسمشر جوبایډن پخپلو وروستیو خبرو کې په ښکاره و ویل، د خبرو اترو له لارې روغه جوړه یواځینی حل دی، نو طالبان هم باید د خبرو له لارې روانه جګړه ختمه کړي.
نوموړي لیکلي دي «زه دوحې او سیمې ته راستون شوم چې د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې د تعقیب لپاره خپله مصممه دپلوماسي روانه وساتو. هاغسې چې ولسمشر جوبایډن په خپلو کې خبرو واضحه کړه، د مذاکراتو جوړجاړی د حل یوازینۍ لار ده.»
نوموړي ویلي، د افغانستان د ټولو ډلو، سیمه ایزو او نړیوالو ونډه والو سره کډ کار چې د جګړې ختمولو لپاره یوه لار پیدا شي، داسې لار چې د افغانستان امنیت، اتحاد، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړټیا تامین او د افغانانو کړاو ختم کړي.
خلیلزاد داسې مهال یو ځل بیا په افغان سوله پسې راوځي، چې دا مهال د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او جګړو زور اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل