د افغانستان کرکټ بورډ په یوه نوي اقدام کې د کرکټ ستوری او د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د شل اوریزه سیالیو لپاره کپتان وټاکه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه راز ویلي، چې نجیب ځدراڼ به د راشد خان مرستیال وي.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې مشهور لوبغاړی راشد خان د افغانستان د کرکټ د شلو اورونو د لوبډلې کپتان شو.
اعلامیه کې ویل شوی، راشد خان د کرکټ د نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی چې د هغه تجربو، کاکرده ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه انتخاب شو.»
دغه راز اعلامیه کې ویل شوي، افغانستان به په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لوبو کې د انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا لوبډلو سره په (B) ګروپ کې ځای لري، چې د دغه ګروپ دوه نورې لوبډلې به د نړیوال جام له لومړي پړاو لوبو څخه وروسته له یاد ګروپ سره یوځای شي.
ټاکل شوې چې د شل اوریزه لوبو نړیوال جام به د روان کال په اکټوبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو او عمان کې ترسره شي.
باید و ویل شي، چې تر راشد خان مخکې حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو او ټست لوبو کپتان ټاکل شوی و.
تر حشمت الله شهیدي او راشد خان مخکې اصغر افغان کپتان و چې څه موده مخکې له کپتانۍ څخه لېرې کړل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل