ملګرو ملتونو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان کې د سولې لپاره خبرې باید په ریښتینې مانا پیل او لومړیتوب ورکړل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې قطر کې د طالبانو د سولې له مرکچي پلاوي سره کتنه کې کړې دي.
یوناما په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۴ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي سره لیدلي دي.
دغه دفتر ویلي، چې دوحې ته د مېرمن لاینز د سفر او له طالب پلاوي سره د لیدنې موخه د افغانستان د سولې خبرو د بیا پیلېدو لپاره هڅه ده.
یوناما لیکلي«په دې لیدنه کې افغانستان کې سولې ته په اړتیا او له دې بهیر سره د ملګرو ملتونو په ملاتړ بحث شوی.»
سرچینه وايي، مېرمن لاینز طالبانو ته ویلي، د سولې خبرې باید په ریښتني ډول پیل او لومړیتوب ورکړل شي، ځکه د سولې خبرې د جګړې د پای یوازینۍ لار او د افغانانو هیله ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې داسې مهال دوحې ته ځي چې هلته د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل