د روسیې او اوزبکستان ولسمشرانو پر افغانستان خبرې کړې دي

15 سرطان 1400 ساعت 15:42

ازبکستاني رسنۍ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف سره تلېفوني خبرې کړې دي.


اوزبکستاني رسنۍ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوزبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ازبکستان اکرپرس خبري آژانس ویلي، په دغه تلېفوني مکالمه کې دواړو لورو د افغانستان په شمال کې مخ پر خرابېدونکي وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

سرچینه زیاتوي، چې دواړو ولسمشرانو افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو سره سم د خپلو پولو د امنیت ټنګشت لپاره پر پلانونو خبرې کړې دي.
اکرپرس وايي، په دې خبرو کې دغه راز افغان سوله د ټولې سیمې لپاره اړینه بلل شوې ده.

په ورته وخت کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو همکاریو او له ترهګرۍ سره پر کارنده مبارزې هم ټینګار کړی دي.

روسي او اوزبک چارواکي پر داسې مهال افغانستان کې پر امنیت اندېښنه ښيي او د خپلو پولو د امنیت پر پلانونو خبرې کوي، چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وار له امخه امر کړي، چې د افغانستان سره پر خپله پوله ۲۰ زره سرتېري ځای پر ځای کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140486

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140486/

جمهور
  https://www.jomhornews.com