د پوځ مشر او د کورنیو چارو سرپرست وزیر کندهار ته تللي

15 سرطان 1400 ساعت 15:39

د افغان پوځ مشر جنرال ولي محمد احمدزی او د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال کندهار ولایت ته رسېدلي دي.


د افغان پوځ مشر جنرال ولي محمد احمدزی او د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال کندهار ولایت ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوړ پوړي امنیتي چاورکي نن سه شنبې د چنګاښ ۱۵ مه کندهار ولایت ته ولاړل.

کندهار ته د دغه جنرالانو او ورسره پلاوي د سفر موخه د کندهار امنیت وضعیت ارزول دی.
 
د کورنیو چارو وزارت وایی سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال به د دې سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له نظامي او ملکي مشرتابه او همدارنګه د دې ولایت له مشرانو او متنفذینو سره ناستې ترسره کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140484

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140484/

جمهور
  https://www.jomhornews.com